Sola
beta
5 months

بهـــلـــول دانا او ښوونکی

پـــه زړه پــــوری کـــیــــســه

یوه ورځ بهلول دانا په یوه کوڅه تېرېده..

ګوري چې یو ښوونکی  خپلو زده کوونکو ته د درس په جریان کې داسې وایي ..

زه امام صادق (ع) منم خو.

په دریو خبرو کې ورسره مخالف یم

اول دی وایي الله ج نه لېدل کېږي زه وایم که نه لېدل کیېږي بیا وجود هم نه لري.

دوهم : دی وایي چې شیطان به په دوزخ کې سوځول کیږي  زه وایم که شیطان د اور له جنس څخه وي بیا په دوزخ کې څه ډول سوزول کیږي

دریم: دی وایي چې انسان ټول اعمال په خپل اختیار ترسره کوي زه وایم چې اعمال انسان د جبر په وجه ترسره کوي نه په خپله خوښه.

بهلول دانا چې دا خبرې واوریدې

نو ښوونکی  یې د خاورو په یوه کلکه لوټه په دې مخ وویشت

ښوونکي او زده کوونکو بهلول راګیر كړ او مشر  ته یې وروست ښوونکي وویل

بهلول زه په ناحقه په لوټه وویشتم اوس مې مخ درد کوي

بهلول ښوونکي ته وویل .

درد ته وینې

ښوونکي وویل چې  نه یې وینم  بهلول ورته وویل  تا ویل چې الله ج نه لېدل کېږي وجود هم نه لري

نو ته چې درد نه وینې بیا وجود هم نه لري

بل تا ویل چې شیطان د اور له جنسه دی په اور نه سوځول کیږي

ته چې د خاورو له جنسه یې بیا په خاوره ولې خواږ (دردمن)  شوې

او بل تا ویل انسان په خپل اعمالو کې بې اختیاره دی

زه هم ستا په ویشتلو کې بې اختیاره وم، نو ځکه ته له ما نه د بدل اخیستو حق نه لرې

ښوونکي  د بهلول د خبرو په اورېدو سره ټیټ سر او پټه خوله په خپله مخه لاړ.

100votes
0.002SOL earned
Vote
Share
Vote
Share
0
8
100
Pakistan,
No comments
Write something...
Send